امریکا نه غواړي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې خرابې کړي
سلام خان سلام خان

 

له تېر کال راهيسې دپاکستان له خاورې د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو توغندويي بريدونه کيږي،چې يواځې په تېر يوه کال کې له پاکستان څخه  د کونړ  پر دانګام ، سرکاڼو ، ناړۍ او مرورې ولسواليو شاوخوا زر توغندي توغول شوي دي.د سرچينو د څرګندونو له مخې،د يوه موظف پلاوي څېړنې ښيي، چې دغه بريدونه طالبان نه،بلکې د پاکستان اردو او استخباراتي اداره کوي چې له امله  يې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلک يې د سيمې پرېښودو ته اړ کړي دي چی ویل کیږي تر اوسه دپاکستانی پو ځیان دوه ویشت کیلومتره دافغانستان په خاوره کی را ننوتلی دې،د یادی موضوع په اړه  د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي،لوى درستيز شېرمحمد کريمي او دملي امنيت اوپراتيفي مرستيال ډاکتر ضيا غوښتل شوي وو . د افغانستان د وسله والو قواوو لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي مشرانو جرګې ته د پاکستان د راکټي بریدونو په باب د توضیحاتو د ورکولو په مهال وویل چې پاکستان غواړي پر افغانستان فشار راولي چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژني لوی درستیزداهم ویلي دی، چې ایتلافي ځواکونه په دې حملو خبر دي خو دغه ځواکونه او په ځانګړې توګه امریکا نه غواړي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې خرابې کړي ، شېرمحمد کریمي د پاکستان د حملو هدف پراخ او لوی بللی دی، او ویلی یی دی چی د پاکستان ټولې هڅې د دې لپاره دي چې افغانستان ورسره د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژني ده همداراز ویلی دی چی د دوی ټوله هڅه دا ده، هر څه چې کوي، هدف یې دا دی چې د افغانستان حکومت، ملي شورا د لویې جرګې له لارې یا له هرې بلې لارې دې ته اړ باسي چې د ډیورڼد  کرښه په رسمیت وپیژني. حتی په غونډو کې کله چې موږ له دوی سره ږغېدلي یو او په اسنادو کې مو لیکلي چې ( د ډیورنډ کرښه). دوی له موږ سره مخالفت او احتجاج کړی چې تاسي د ډیورڼد کرښه مه لیکئ، بین المللي سرحد ولیکئ، خو موږ نه دی لیکلي. حتی د همدې لپاره زموږ غونډې ځنډیدلي دي

ده دا هم وویل چې پاکستاني پوځیان د د ډیورنډ له کرښې د افغانستان لور ته اوښتي او یوشمېر سیمې یې لاندې کړي دي پخوا هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مېشتو افغانانو ویلي وو چې پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خپلې پوستې له یو کیلومتره تر لس او پنځلس کیلومترو پوري د افغانستان لور رامخکې کړي دي.

.د مشرانو جرګې په  غونډه کې د ملي امنيت اوپراتيفي مرستيال ډاکتر ضيا هم وويل، چې د افغانستان پر سرحدي سيمو راکټي بريدونه د پاکستان اردو او استخباراتي اداره کوي.دده په اند، پاکستان  د کونړ ولايت د ناامنه کولو په موخه پر دې ولايت توغندويي بريدونه کوي، تر څو د کونړ د سيند اوبه پرې بندې نه شي.د کونړ د سيند اوبه دا مهال پاکستان ته ځي، خو که پر دې سيند بند جوړ شي، نو ډېرې اوبه به يې په افغانستان کې ولګول شي. هغه وايي، چې پر يادې سيمې د بريدونو بله موخه  دا ده، چې دغه سيمه له خلکو څخه تشه او خپل "جاسوسان او ترهګر " پکې وروزي .دى وايي : (( اوس،چې موږ ترهګر نيسو نو وايي ، چې  د پاکستان د فلاني ځاى اوسېدونکى يم خو بيا به وايي ، چې  د نورستان او يا هم د کونړ اوسېدونکى يم .))ده پر بهرنيو ځواکونو نيوکه وکړه ، چې د پاکستان د بريدونو په اړه روښانه دريځ نه لري

  طالبانو هم پر کونړ د پاکستانيو بريدونه غندلی دی او ویلی دی چی ياد بريدونه هېڅ توجيه نه لري.په دغه ليکنه کې طالبانو زياته کړې ، چې دا بريدونه د ټولو اسلامي او  نړيوالو قوانينو او دښه ګاونډيتوب د اصولو او حقوقو پر خلاف عمل دی.طالبانو غوښتنه کړې، چې دا کار که د هر څه لپاره  او تر هر نامه لاندې وي، بايد ودرول شي، ځکه  د ولسي وګړيو زيانمنېدل د ټولو په  زيان دي تر څنګ یی پر افغان حکومت نیوکه کړی ده چی په مخنیوی کی یی پاتی راغلی دی او ویلی یی دی چی حکومت په فساد کی ډوب دی چی له همدی کبله افغانیتان په نړی کی په فساد کی دویم نمبر خپل کړی دی، طالبانو پاکستان ته ويلي، چې ايا دوى به د خپل هېواد او ولس پر حق کوم بريد وزغملی شي؟ او په ړه به يې پټه خوله پاتې شي؟  دوى د پاکستان له حکومت څخه غوښتي ، چې بايد ددغه ناورين د پای ته رسولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي

بايد وويل شي ، چې تېره اونۍ د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاوېد لودين د پاکستان سفير صادق خان سره په دې اړه خبرې وکړې او دافغانستان اندېښنه يې ورته څرګنده کړه دغه راز تېره اونۍ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې هم پر دې موضوع خبرې وشوې او ولسمشر اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه، چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.په اسلام اباد کې دافغانستان سفير هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې سره څو ورځې مخکې د ليدنې پر مهال د کونړ دبريدونو د بندولو غوښتنه کړی ده.د بهرنيو چارو وزارت وياندجانان موسى زي په يوه خبري غونډه کې ګواښ کړى دی، چې که دا بريدونه بند نه شي، نو ددواړو هېوادونو اړيکې ورسره خرابېداى شي ،مشرانو جرګې ته د هېواد امنيتي چارواکي پر کنړ او نورستان ولايتونو د پاکستان د بريدونو په اړه د معلوماتو ور کولوپه طرځ کی په يوه خوله ومنله، چې بريدونه د پاکستان د پوځ او استخباراتي اداري له لوري کېږي، ځکه چې دا وسلې په پاکستان کې د هېڅ بلې ډلې په واک کې نشته دي. مګر نور و دې ته اړتيا نشته، چې وويل شي بريدونه څوک کوي او څوک يې نه کوي دا له شک وتلې ده، چې بريدونه د پاکستان پوځ کوي پسله دی تکراري خبرو اړتيا نشته دا ځکه چی دپاکستان پوڅ هم منلی ده چی پر افغان خاوره یی بریدونه کړی دی ،دا چی مشرانو جرګې د امنيتي چارواکو د خبرو اتر اورېدو وروسته ویلی دی چې افغان دولت بايد د پاکستان د بريدونو ځواب د ورته عمل له لوري ور کړي ولی افغان ولسمشر حامد کرزي په څو څو ځله ويلی دی چې د پاکستان د بريدونو ځواب ځکه پر بريدونو نه ور کوي، چې د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته هم د بريدونو له امله افغانان وژل کېږي ،بله دفهم وړ موضوع داده دا چې مشرانو جرګه له افغان دولت څخه د ورته عمل غوښتنه کوي؛ نو بايد دا هم په پام کې ولري، چې د افغانستان ملي امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري، چې د پاکستان د بريدونو ځواب ور کړي، آيا افغان ملي امنيتي ځواکونه دومره تجهيزات لري، چې له لرې فاصلې څخه د پاکستان پوځ ته ورته بريدونه وکړي. د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزارت چارواکو په وار وار ويلي ، چې دوى د پاکستان د بريدونو د ځواب ور کولو ته چمتو دي، هغه که په هر ډول او له هر ډول ستونزو سره وي؛ خو د ولسمشر امر ته انتظار دي دفعلا لپاره تر ټولو لومړی کار دادی ،چې د پاکستان د بريدونو مسله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وړاندې شي او که بيا هم د پاکستان بريدونه دوام وکړي او پوځ د افغانستان د خاورې لاندې کولو ته ادامه ور کړي، نو افغان دولت ته په کا رده، چې د ستراتيژيک تړون له هغې مادې سره سم، چې پکې ويل شوي دي، د افغانستان پر خاوره د تېري په صورت کې به داوړه لوري، يعنې افغانستان او امريکا تېري کوونکي ته په ګډه ځواب ورکوي، له امريکا څخه وغواړي، چې يا په دې برخه کې د افغان ځواکونو مرسته وکړي او د پاکستان د بريدونو ځواب ور کړي او که دا کار نه کوي، نو افغان ځواکونو ته دې وسلې ور کړي، ترڅو د پاکستان د بريدونو ځواب ورکړي. په دې برخه کې بايد د مشرانو جرګه او ولسي جرګه هم له حکومت سره مرسته وکړي او په افغانستان کې د امريکا له سفارت سره اړيکې ونيسي، چې پر لاسليک شوي ستراتيژيک سند عمل وکړي او که داسې نه کوي، نو د ستراتيژيک سند لاسليک خپل مفهوم له لاسه ورکوي.پای


August 1st, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها